IQNA

د بندیانو د مبادلي په دوهمې مرحلې کې ۱۳ اسرائیلي بندیان  د سرې میاشتې ټولنې ته و سپارل  شول

13:59 - October 14, 2025
د خبر لمبر: 3491861
ایکنا - د صهيونيسټي  رژيم رسمي  خپرونې هم  راپور ورکړی چې د سرې  میاشتې مامورانو  د  غزې تړانګې په جنوب کې په خان يونس کې   کې د «  آزادئ طوفان» نومې د تړون د برخې په توګه دويمه  ډله اسرائيلي اسيران ترلاسه کړي دي.

 ایکنانیوز د الجزيرې له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) تر او ا سرائيلي رژیم ترمنځ د بندیانو د تبادلي دويمه مرحله پرون په دوشنبې ورځې  پيل شوه او په دې کې ۱۳ اسرائيلي بندیان  د سرې  میاشتې ټولنې ته سپارل شوي دي. دا اسيران  د غزې  له مرکزي سيمو څخه ازاد شوي دي.

د صهيونيسټي  رژيم رسمي  خپرونې هم  راپور ورکړی چې د سرې  میاشتې مامورانو  د  غزې تړانګې په جنوب کې په خان يونس کې   کې د «  آزادئ طوفان» نومې د تړون د برخې په توګه دويمه  ډله اسرائيلي اسيران ترلاسه کړي دي.

د نیواکګر صهیونیسټي  پوځ رېډيو هم راپور ورکړی: حماس غورځنګ نور هيڅ ژوندي يرغلګر نه لري.

د حماس پوځي څانګې القسام مخکې له مخې د غزې تړانګې په  جنوب کې د ۱۳ اسرائيلي اسيرانو  د سپارلو خبر ورکړی و چې د تبادلي تړون   د دويمې مرحلې برخه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4310459

captcha